اسلایدشوافغانستان

د پاکستان پوځ: باجوړ ته له افغانستانه د وسله‌والو د ننوتو مخه ونیول شوی دی

دید خبرې آژانس: د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستانه باجوړ ته د ننوتو په هڅه کې پنځه وسله‌وال وژل شوي او څلور نور یې ټپیان دي.

په دغه وینا پاڼه کې راغلي، چې د ډزو په تبادله کې د دوی درې سرتېري د عنایت خان، عمر حیات او وقار خان په نوم هم وژل شوي دي.

د وینا پاڼې له مخې، دغه درې سرتېري د پېښور، خیبرپښتونخوا او مانسهرې اوسېدونکي وو.

خبرپاڼه وایي، پاکستان په پرله پسې ډول د طا-لبانو له حکومته غوښتي دي چې د وسله‌والو ډلو له ورتګه دې مخنیوی وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي:« د طا-لبانو له حکومته تمه کېږي، چې خپل مکلفیتونه پوره کړي او د پاکستان پر ضد د ترهګریزو کړنو د دوام لپاره د وسله‌والو له‌خوا د افغان خاورې د کارونې مخه دې ونیسي.»

طا-لبانو او وسله‌والو ډلو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو پاکستان په وار، وار طا-لبان تورن کړي، چې په افغان خاوره کې یې ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته ځای ورکړی او دغه ډله له هغې ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

Back to top button