Uncategorizedاسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

افغانستان سره د امریکا د مرستو د درېدو غوښتنه او طا-لبانو غبرګون

دید خبرې آژانس: له افغانستان سره د مرستو په تړاو د سیګر د وروستي راپور له خپرېدو وروسته اوس فاکس نیوز راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره غوښتل شوي چې، له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې یوه امریکایي سناتور په یوه لیک کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیره غواړي چې افغانستان ته د مرستو د رسېدو څرنګوالی وڅېړي.

خو د اقتصاد وزارت د نړۍوالو مرستو په برخه کې لاسوهنه ردوي او وايي چې په اوسني وضعیت کې د مرستو درول د هېوادوالو په زیان دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري و ویل: «اسلامي امارت د نړۍوالو بنسټونو په مرسته کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي. دغه مرستې د اړمنو کسانو لاسونو ته ځي. هر هغه راپور چې له افغانستان سره د مرستو د درېدو لامل کیږي، موږ یې په شدیده توګه ردو او د افغانانو په حق کې یې جفا ګنو.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وايي: «باید څرګنده یې کړم چې اسلامي امارت د هیڅ لوري هیڅ ډول نړۍوالې مرستې نه ترلاسوي.»

بلخوا، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په اوسني وضعیت کې د بشري مرستو دوام د افغانستان د اقتصاد د ښه کېدو او ودې لپاره مهم بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې  د امریکا د ځانګړي پلټونکي د دفتر (سیګر) وروستی راپور ښيي چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګست میاشتې راهیسې امریکا د افغانانو او افغان کډوالو لپاره شاوخوا ۲۰.۷ میلیارده ډالر ځانګړي کړي چې له دې دې منځه ۲.۹  میلیارده ډالره یې بشري او پراختیایي مرستې دي.

Back to top button