Uncategorizedاسلایدشوافغانستانامنیت او حوادث

متقي: نړېوالو خپله دنده نه ده ترسره کړې

‏دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر د دغې ډلې له لوري د «کار ملي کنفرانس» په نوم جوړې شوې غونډه کې ویلي، نړېوالو ورسره د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کې همکاري نه ده کړې.

امیرخان متقي وايي، د دې تر څنګ یې د افغانستان پر خصوصي سکټور بندیزونه هم لګولي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر نن سه شنبه د (زمري دویمه) د دغې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د «کار ملي کنفرانس» په نوم جوړې شوې غونډه کې ویلي، نړېوالو ورسره د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کې هغسې همکاري نه ده کړې، څنګه یې چې ژمنې ورسره کړې وې.

امیرخان متقي زیاتوي چې نړېوالو نه یوازې دا چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه نه ده ترسره کړې، بلکې د افغانستان پر بانکي سکټور او افغان سوداګرو د بندیزونو تر څنګ یې، افغان بزګرانو ته د نشه‌یي توکو د بدیل کښت په برخه کې همکاري نه ده کړې.

‏متقي په دغې غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، «په افغانستان کې زورواکي له منځه تللې، ډلې ټپلې ختمې شوې، د فساد مخنیوی شوی، پر لویو پروژو کار روان دی او له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ.» خو بیا هم نړۍ په ځانګړي ډول ‏ګاونډي هېوادونه هغسې مرسته نه کوي لکه څنګه چې لازمه وه.

د افغانستان په ګاونډ کې پاکستان هغه هیواد دی چې تل د طا-لبانو پر حکومت تور پوري کوي چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ناامنیو لپاره کارول کیږي.

د طا-لبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه دوه ورځینۍ غونډه د وزګارتیا د لاملونو ارزولو او خلکو ته د کاري زمینو د برابرولو په موخه جوړه کړې، چې ګډونوال یې د دولتي ادارو تر څنګ د خصوصي سکټور، د کورنیو او نړېوالو ادارو او سازمانونو استازي دي.

د طا-لبانو حکومت په تېرو نږدې درېیو کلونو کې په افغانستان کې د وزګارتیا په اړه هیڅ شمېرې نه دي خپرې کړې؛ خو د کډوالۍ نړېوالې ادارې بیا په ۱۴۰۲ لمریز کال کې ویلي و، چې شاوخوا ۷۰ سلنه افغانان وږي او له بې‌کارۍ سره مخامخ دي.

Back to top button