اسلایدشوافغانستانخبر

د هوا پېژندنې خبرداری: په ټول هېواد کې سخت باران او سېلابونه

د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې یو نوی خبرداری خپور کړی چې په ۳۲ ولایتونو کې د درنو بارانونو، برېښنا، قوي بادونو او سېلابونو د راتلو احتمال شته. دا حالت به د سې شنبې په ورځ، د حمل د ۱۸مې نیټې څخه پیل شي، او یوازې فراه او نیمروز ولایتونه د باران له دې سیسټم څخه جلا دي.

د دې ادارې د وړاندوینې له مخې، د هېواد په مختلفو برخو کې د باران اندازه به د ۱۰ او ۶۵ ملي مترو ترمنځ وي؛ یوه شمېره چې په ځینو سیمو کې د سیلابونو، اوبو د بندېدو او د سړکونو د زیان خطر زیاتولی شي.

د هوا پېژندنې ادارې دا هم خبرداری ورکړی چې په لوړو او سړو سیمو کې د سالنګ په ګډون د درنو واورو د ورېدو امکان شته. دا شرایط کولی شي د واورې ښویېدنې لامل شي، غرنۍ لارې بندې او تګ راتګ ګډوډ کړي.

د هوا پېژندنې ادارې له خلکو، په ځانګړې توګه د سیلاب ځپلو سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتنه کړې چې احتیاطي تدابیر ونیسي او د درو، سیندونو او سېلابونو لارو ته نږدې د درېدو څخه ډډه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button