روسیه او چین په منځني ختیځ کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي
د دید خبري اژانس: د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د یکشنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګي کې د کښتۍ چلولو ستونزو د حل لپاره بنسټیز حل دا دی چې ژر تر ژره اوربند وشي. هغه دا څرګندونې د خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د ټیلیفوني خبرو اترو په ترڅ کې او منځني ختیځ کې د وضعیت د خرابیدو وروسته یې وکړ.

د چینایي رسنیو په وینا، وانګ یی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه د چین او روسیې رول ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې دواړه هیوادونه باید د اصولي مسلو لپاره عادلانه، هدفمند او متوازن چلند غوره کړي او د نړیوالې ټولنې څخه د ډیر ملاتړ ترلاسه کولو هڅه وکړي.
هغه دا هم زیاته کړه چې چین تل د خبرو اترو له لارې د سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په حل ټینګار کړی، او چمتو دی چې په امنیت شورا کې له روسیې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي ترڅو د دوامداره اړیکو له لارې د تاوتریخوالي کمولو او سیمه ایزې سولې او ثبات او نړیوال امنیت ساتلو کې مرسته وکړي.
په ورته وخت کې، سرګي لاوروف، په منځني ختیځ کې د دوامداره تاوتریخوالي په اړه د روسیې ژوره اندیښنه څرګنده کړه، او د پوځي اقدام د سمدستي بندولو اړتیا باندې ټینګار وکړ. هغه وویل چې ښکېلې خواوې باید د بحران د ریښو د حل لپاره سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو ته راستانه شي.
لاوروف په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رول هم مهم وګاڼه او اعلان یې وکړ چې روسیه چمتو ده چې له چین سره خپلې نږدې همغږۍ او مشورې ته دوام ورکړي او د اوربند د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.