افغانستانامنیت او حوادثخبر

اوچا: په افغانستان کې د ماین پاکولو لپاره ۱۴.۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده

د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې په افغانستان کې د ماین پاکولو پروګرامونو او د ماین خطر زده کړې پلي کولو لپاره ۱۴.۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا: په افغانستان کې د ماین پاکولو لپاره ۱۴.۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده
اوچا خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې په ملیونونو خلک د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخ دي، او د هیواد شاوخوا دوه پر دریمه برخه د دې موادو سره ککړه ده.

د راپور له مخې، هره میاشت له ۵۰ څخه ډیر خلک، چې ډیری یې ماشومان دي، د ماینونو د چاودنو له امله مړه یا ټپیان کیږي.

مخکې له دې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، د ماین پاکولو په برخه کې د نړیوالې پانګونې د زیاتوالي غوښتنه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button