افغانستانخبر

د کورنیو چارو وزیر د سیلابونو په وړاندې د مخنیوي تدابیرو باندې ټینګار وکړ

د دید خبري اژانس: د کورنیو چارو سرپرست وزیر سیمه ییزو چارواکو ته امر وکړ چې د سیلابونو په وړاندې د مخنیوي تدابیرو ته لومړیتوب ورکړي ترڅو د انساني تلفاتو مخه ونیول شي.

د کورنیو چارو وزیر د سیلابونو په وړاندې د مخنیوي تدابیرو باندې ټینګار وکړ
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، په ټول هیواد کې له سیمه ییزو چارواکو وغوښتل چې د سیلابونو د خطرونو په وړاندې د مخنیوي تدابیر په جدي توګه تعقیب کړي.

هغه زیاته کړه: والیان، امنیتي قوماندانان، ښاروالۍ او نور چارواکي اړ دي چې په دوامداره توګه د دوی تر ادارې لاندې سیمو کې وضعیت بیاکتنه وکړي او د خطرونو کمولو لپاره اړین اقدامات وکړي.

حقاني همدارنګه ټینګار وکړ چې ټول شته اسانتیاوې او ظرفیتونه باید د انساني تلفاتو د مخنیوي او د خلکو د امنیت ډاډمن کولو لپاره وکارول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button