بشري حقونهخبرفایلونهنړۍکډوالي

په ۲۰۲۵ کال کې د مهاجرت په خطرناکو لارو کې د ۱۴۹۲ افغانانو مړینې ثبت شوې

د دید خبری اژانس: د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې، لږترلږه ۱۴۹۲ افغان اتباع د مهاجرت په لارو کې مړه یا ورک شوي دي.

د راپور له مخې، افغان مهاجرین په ۲۰۲۵ کال کې د آسیا او اقیانوسیه په سیمه کې د مهاجرت په لارو کې د قربانیانو ترټولو لوی شمیر جوړوي.

له دوی وروسته، د میانمار اتباع د ۹۳۵ قضیو سره په دوهم ځای کې دي، چې لویه برخه یې روهینګیا کډوال دي.

نړیوال سازمان اعلان کړی چې ډیری وژونکې پیښې د افغانستان او ایران ترمنځ په ځمکنیو لارو، او همدارنګه د بنګال خلیج او آنډامان سمندر کې په سمندري لارو کې رامنځته شوي؛ هغه لارې چې د سختو شرایطو، د څارنې نشتوالي او د انساني قاچاق شبکو د فعالیت له امله په نړۍ کې د مهاجرت ترټولو خطرناکو لارو څخه ګڼل کیږي.

راپور نور هم ټینګار کوي چې قانوني مهاجرت لارو ته د لاسرسي محدودیتونه او د ډیری سرحدونو تړل هغه اصلي عوامل دي چې پناه غوښتونکي خطرناکو لارو ته اړ باسي.

په ورته وخت کې، د کډوالو فعال عبدالرازق عادل ویلي دي چې د کډوالو د تلفاتو زیاتوالی د نړیوالې ناکامۍ ښکارندویي کوي.

هغه زیاته کړه: “د افغانستان د کړکیچ په اړه د نړیوالې ټولنې بې پروايي او په ورته وخت کې د قانوني مهاجرت لارو محدودیت ډیری اتباع دې ته اړ کړي چې وژونکې لارې غوره کړي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button