امنیت او حوادثخبرسیمه
بلوچ بېلتون غوښتونکو د پاکستان په څو پوځي اډو باندې بریدونه پیل کړي
د دید خبري اژانس: بلوچ بېلتون غوښتونکو د بلوچستان په څو ښارونو باندې په یو وخت بریدونه پیل کړي، چې سختې نښتې یې رامینځته کړې.

سیمه ییزو سرچینو د پاکستان د بلوچستان ایالت په څو سیمو باندې د بلوچ بېلتون غوښتونکو ځواکونو لخوا د پراخو بریدونو پیل راپور ورکړی دی.
دا بریدونه پرون ماښام په همغږۍ سره د کیچ، مستونګ، خاران، واشوک ولسوالیو او همدارنګه د دې ولایت په مرکز کویټه ښار کې ترسره شوي دي.
د راپورونو له مخې، بریدګرو څو پوځي اډې او پوستې په نښه کړې دي، چې له امله یې د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ سختې نښتې رامنځته شوې دي.
سیمه ییزو اوسیدونکو په ځینو سیمو کې د پرله پسې چاودنو غږ اوریدلو راپور ورکړی دی.
ویل کیږي چې نښتې دوام لري، مګر د احتمالي تلفاتو یا زیان په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره شوي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه دې راپورونو ته ځواب نه دی ویلی.