د دید خبري اژانس: د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د خوست په سرحدي سیمو کې د دې ډلې د سرحدي ځواکونو سره په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان بریدونه “هیڅ شرعي یا اخلاقي اساس نلري.” هغه زیاته کړه چې یو شمیر پاکستاني عالمانو هم دا بریدونه غیر اسلامي ګڼلي دي.

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د پاکستان د علماوو شورا مشر مخکې اعلان وکړ چې د “افغانستان په سرحدي سیمو” کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه جهاد ګڼل کیږي. د هغه په وینا، د پاکستان پوځ په دې جګړه کې “ترهګرو” سره جګړه کوي او پاکستاني عالمان او خلک د دې عملیاتو ملاتړ کوي.
پاکستان پر طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ګډون وسله والو ډلو ته پناه ورکوي، او شاوخوا یوه میاشت دمخه یې په افغانستان کې د “غضب للحق” په نوم عملیات پیل کړل. اسلام آباد ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې یې د پاکستان د حکومت د وسله والو مخالفینو ځایونه په نښه کړي دي.
مګر طالبانو دا ادعا رد کړې ده، او ویلي یې دي چې د جګړې له پیل راهیسې، افغان ملکي وګړي او ملکي زیربناوې د پاکستاني بریدونو لخوا په نښه شوي دي.