د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د کابینې شپاړسمه غونډه د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ په ارګ کې ترسره شوه. پدې غونډه کې د کابینې غړو د هیواد د مهمو اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري مسلو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

د طالبانو دوه نوي اقتصادي پریکړې؛ د یو کیلي موټرو لپاره د ګمرکي تخفیف غځول او د ګمرکونو تجهیز کول
د دې غونډې د پریکړې پر بنسټ، په افغانستان کې د یو کیلي موټرو لپاره د ګمرکي محصول تخفیف د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال تر پایه پورې په ورته پخوانۍ نرخ وغځول شو. دا پریکړه د بازار د ښه تنظیم کولو، واردونکو ملاتړ او هیواد ته د موټرو د ننوتلو پروسې د اسانتیا په هدف شوې. کابینې د اقتصادي چارو مرستیال وزیر ته هم امر وکړ چې د اړوندو څانګو او پانګوالو سره په همغږۍ کې د ځینو توکو د واردولو په اړه غونډې وکړي ترڅو د وارداتو په پروسه کې شفافیت، کمیت او کیفیت په کلکه مشاهده شي.
په یوه بله پرمختیا کې، د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د هیواد د شپږو ګمرکي دفترونو لپاره د ۱.۴۵ ملیون ډالرو څخه ډیر ارزښت لرونکي اتو کرینونو پیرود اعلان کړ. د وزارت ویاند عبدالقیوم ناصر وویل چې کرینونه په ۲۰۲۵ کال کې جوړ شوي او هر یو یې تر ۲۵ ټنو پورې بار پورته کولی شي.
د هغه په وینا، نوي تجهیزات به د بلخ، ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات او فراه ګمرکي دفترونو ته چمتو شي ترڅو د توکو بارولو او کښته کولو پروسه ګړندۍ کړي او سوداګرو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.