۸ عربي او اسلامي هېوادونه د اسراییلو لخوا د الاقصی جومات تړل غندي
د دید خبري اژانس: د اتو عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د روژې په میاشت کې د اسراییلو رژیم لخوا د الاقصی جومات تړل غندلي او دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د چهارشنبې په ورځ د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې، د قطر، اردن، اندونیزیا، ترکیې، پاکستان، سعودي عربستان، مصر او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د روژې په میاشت کې د ۱۲مې پرله پسې ورځې لپاره د الاقصی جومات دوامداره تړل “غیرقانوني او غیر عادلانه اقدام” وباله.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د بیت المقدس زاړه ښار او مقدسو ځایونو ته د فلسطینیانو د لاسرسي په اړه د اسراییلو محدودیتونه د نړیوال قانون، بشري قانون او د عبادت ځایونو ته د آزاد لاسرسي د اصل ښکاره سرغړونه ده.
د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې اسراییل په اشغال شوي بیت المقدس او مقدسو اسلامي او عیسوي ځایونو باندې هیڅ حاکمیت نلري، او له هیواد څخه یې وغوښتل چې سمدلاسه د الاقصی جومات دروازې پرانیزي او د عبادت کونکو د ننوتلو محدودیتونه لرې کړي.
په ورته وخت کې، د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت هم د الاقصی جومات دوامداره تړل د فلسطینیانو د حقونو ښکاره سرغړونه ګڼلې، او د حماس غورځنګ خبرداری ورکړی چې دا عمل کولی شي “یو خطرناک تاریخي مثال” رامینځته کړي.