د دید خبري اژانس: د افغانستان د چارو لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ اعلان وکړ چې په تیرو دوو ورځو کې په کابل کې په ترسره شویو غونډو کې، د طالبانو د حکومت لوړ پوړو چارواکو د چینایي اتباعو او ګټو په وړاندې د وروستیو ترهګریزو بریدونو د څېړلو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د چین استازي زیاته کړه چې په دې غونډو کې، دوی د دوه اړخیزو همکاریو، امنیت او سیمه ایز پرمختګ د پیاوړتیا په اړه هم نظرونه تبادله کړل.
د هغه په وینا، دا غونډې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره ترسره شوې.
په دې غونډو کې، دواړو خواوو د افغانستان او چین ترمنځ د دوستانه همکارۍ د پراخولو په لارو چارو نظرونه تبادله کړل او په سیمه او ګاونډیو هیوادونو کې د سولې، امنیت او ګډ پرمختګ د هڅولو لپاره یې پر ګډې هیلې ټینګار وکړ.
یو شیاویونګ دا هم وویل چې په دې غونډو کې، افغان چارواکو د وروستیو ترهګریزو بریدونو د څېړنې لپاره د هڅو د زیاتولو او په افغانستان کې د کار کوونکو چینایي اتباعو د امنیت او ساتنې د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.