د دید خبري اژانس: د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د پاکستان قضايي سرچینو اعلان وکړ چې د کډوالو پر وړاندې د پراخو عملیاتو په ترڅ کې له ۲۰۰۰ څخه زیات افغان وګړي نیول شوي دي.

په پاکستان کې له ۲۰۰۰ څخه زیات افغان وګړي نیول شوي
دا عملیات چې د فبروري په ۲۷مه پیل شوي وو، د مارچ تر ۴مې پورې د پیښور، نوشهره او چارسده په ښارونو کې دوام درلود. د پاکستاني چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۶۰۰ افغانان یوازې په پیښور کې نیول شوي او نږدې ۴۰۰ نور د نوشهره او چارسده په ولسوالیو کې نیول شوي دي.
د رسمي سرچینو په وینا، د بندیانو پر وړاندې د بهرنیانو د قانون د ۱۴ مادې له مخې قضیې ثبت شوي او سیمه ییزو محکمو د قضايي بیاکتنې په تمه د دوی زندان ته د لیږدولو امر کړی دی.
د پولیسو چارواکو وویل چې دا عملیات د پاکستان او افغانستان ترمنځ د زیاتیدونکي تاوتریخوالي او د کډوالۍ قوانینو د پلي کولو په موخه ترسره شوي دي.
د پاکستان د حکومتي سرچینو په وینا، دا پروسه د مارچ له څلورمې نیټې څخه د کوچني اختر تر پایه پورې په موقتي ډول ځنډول شوې ده؛ ځکه چې د تورخم د لارې په ګډون د سرحدي لارو تړل او اداري ستونزو د کډوالو د ایستلو پروسه ستونزمنه کړې او په توقیف ځایونو کې یې ګڼه ګوڼه زیاته کړې ده.