بشري حقونهخبرسیمهفایلونهکډوالي
د پاکستان په صوابی کې د افغان کډوالو کمپ وتړل شو
د دید خبري اژانس: د پاکستان ډاون ورځپاڼې راپور ورکړ چې د دې هیواد حکومت د خیبر پښتونخوا ایالت په صوابی ولسوالۍ کې د “ګوهاټي” په نوم د افغان کډوالو کمپ د تړلو امر صادر کړی دی.

د دې راپور له مخې، پاکستاني چارواکو پرون د کمپ دننه ټول دوکانونه او سوداګریز واحدونه وتړل او افغان اوسیدونکو ته یې خبر ورکړ چې د دې کمپ قانوني حیثیت د حکومت لخوا لغوه شوی او دوی نور هلته د اوسیدو اجازه نلري.
د ګوهاټي کمپ شاوخوا ۲۰،۰۰۰ افغان کډوال لري او د هغې تړلو د کورنیو د وضعیت په اړه پراخه اندیښنې راپورته کړې دي.