اسلایدشوخبرسیمهنړۍ

د کانګرس غړي: د ایران سره د جګړې د پیل لپاره هیڅ قانع کوونکی دلیل وړاندې نه شو

د دید خبري اژانس: وروسته له هغه چې د امریکا کانګرس غړو د ایران سره د اړوندو پرمختګونو په اړه د بهرنیو چارو وزیر او د سي آی اې له رییس سره ولیدل، د کانګرس څو غړو اعلان وکړ چې په دې غونډه کې په منځني ختیځ کې د نوې جګړې د پیل لپاره یو هم قانع کوونکی دلیل وړاندې نه شو.

د کانګرس غړي: د ایران سره د جګړې د پیل لپاره هیڅ قانع کوونکی دلیل وړاندې نه شو
جیم هیمس، د استازو جرګې څخه یو دیموکرات، اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل: “په منځني ختیځ کې جګړې معمولا د ولسمشرانو او زموږ د هیواد لپاره ښې پایلې نه لري. تر اوسه پورې، موږ د دې په اړه کوم قانع کوونکی وضاحت نه دی اوریدلی چې ولې موږ باید اوس په سیمه کې بلې جګړې ته ننوځو.”

په سنا کې د ډیموکرات اقلیت مشر، چاک شومر هم د غونډې له پای ته رسیدو وروسته په لنډو څرګندونو کې ټینګار وکړ: “مسله ډیره جدي ده او سپینه ماڼۍ باید وکولی شي خلک قانع کړي.”

د سنا د استخباراتو د کمیټې لوړ پوړی غړی، ډیموکراټ سناتور مارک وارنر، وضعیت “د منځني ختیځ او متحده ایالاتو لپاره یوه نه هیریدونکې حساسه شیبه” وبلله او له ولسمشر څخه یې وغوښتل چې روښانه کړي: “که امریکا له ایران سره جګړه وکړي نو د هغه اهداف او ګټې څه دي او موږ به څنګه په سیمه کې خپلې ګټې خوندي کړو؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button