افغانستانامنیت او حوادثخبرسیمه
د مجاهد سخت خبرداری اسلام آباد ته: موږ به د پاکستان پوځي ځواکونه په نښه کړو
د دید خبري اژانس: د هیواد په ختیځو ولایتونو د تیرې شپې د پاکستان له بریدونو وروسته، د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اسلام آباد ته په سخت غږ خبرداری ورکړ چې طالبان به له دې وروسته “مستقیم پاکستاني پوځي ځواکونه په نښه کړي”.

د مجاهد سخت خبرداری اسلام آباد ته: موږ به د پاکستان پوځي ځواکونه په نښه کړو
مجاهد ادعا وکړه چې د پاکستان پوځ په خپلو وروستیو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کړي دي، خو طالبان به یوازې پوځي ځواکونه په نښه کړي.
د طالبانو ویاند په ګواښونکي غږ کې وویل: “پاکستان لا تر اوسه د افغانانو سره د مخامخ کیدو څخه خپل درس نه دی زده کړی او بیا به وګوري چې افغانان به څه کوي.”