د دید خبري اژانس: د پاکستان د مرکزي بانک وروستۍ احصایې ښیي چې بهرني پانګوالو د ناامنۍ او سیمه ییزو کړکیچونو له امله په هیواد کې باور له لاسه ورکړی دی.

په پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۴۱ سلنه کمه شوې
د پاکستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د روان مالي کال په لومړیو ۷ میاشتو کې بهرنۍ مستقیمه پانګونه ۹۸۱ ملیون ډالرو ته رسیدلې، چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۴۱ سلنه کمه ده.
دا تیز کمښت د پاکستان په بازار کې د بهرنیو پانګوالو د باور له لاسه ورکول په ګوته کوي.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د دې وضعیت اصلي لامل سیمه ایز کړکیچونه او د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی دی، چې پانګوالو ته یې هیواد ته د ننوتلو مخه نیولې ده.
چین د پاکستان ترټولو لوی پانګونه ملګری پاتې شوی، پدې موده کې یې ۴۹۵ ملیون ډالر پانګونه کړې، که څه هم دا شمیره د تیر کال په پرتله (۸۵۷ ملیون ډالر) د پام وړ کمه شوې.
نور هیوادونه لکه هانګ کانګ (۱۸۸ ملیون ډالر)، متحده عربي امارات (۱۲۶ ملیون ډالر) او سویس (۱۲۴ ملیون ډالر) هم د پانګوالو په لیست کې شامل دي.
په مقابل کې، ناروې د پانګونې د لغوه کولو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړه چې د ۳۶۵ ملیون ډالرو بهر ته ووتل.
سره له دې چې د پاکستان حکومت د بهرنۍ پانګونې د جذبولو لپاره هڅې کوي، ناامني او اقتصادي بې ثباتي د هیواد د اقتصادي اهدافو په وړاندې یو جدي خنډ پاتې دی.