د برازیل ویزې ته په تمه د افغان خبریالانو بلاتکلیفي
د دید خبري اژانس: د افغانستان د رسنیو د خوندیتوب سازمان خبرداری ورکړی چې په ایران او پاکستان کې یو شمیر افغان خبریالان برازیل ته د بشري ویزو د ورکولو د اوږدې ځنډ له امله له ناڅرګندو حالاتو او جدي خطرونو سره مخ دي.

د افغانستان د رسنیو د خوندیتوب سازمان په وینا، دا خبریالان د طالبانو له کنټرول وروسته او د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستان څخه ووتل، خو اوس د برازیل د بشري ویزو د ورکولو لپاره د واضح مهالویش د نشتوالي له امله په ناڅرګند حالت کې دي.
سازمان ټینګار وکړ چې د کوربه هیوادونو څخه د جبري شړلو خطر او په دې خبریالانو باندې د سخت رواني او فیزیکي فشار خطر ډیر شوی او د دوی وضعیت د اندیښنې وړ دی.
سازمان د برازیل له حکومت او نړیوالو سازمانونو څخه وغوښتل چې د قضیو د بیاکتنې پروسه بیړنۍ او شفافه کړي.
سازمان په رسنیو باندې د زیاتیدونکي محدودیتونو په شرایطو کې د خبریالانو امنیت ډاډمن کول د ګډ نړیوال مسؤلیت په توګه ګڼي.