په نیویارک کې کلیسا اور واخیست؛ څو تنه ټپیان شول
د دید خبري اژانس: د نیویارک ایالت په ابانډنټ لایف فلوشیپ کلیسا کې د یوې لویې چاودنې وروسته یو پادری او لږترلږه څلور اور وژونکي ټپیان شول.

د متحده ایالاتو چارواکو وویل چې د سه شنبې په سهار رامنځته شوې پیښه ودانۍ ته “ویجاړونکی” زیان ورساوه او کلیسا یې تقریبا ویجاړه کړه.
د نیویارک ایالت پولیسو په وینا، د لومړنیو تحقیقاتو پراساس، چاودنه هغه وخت وشوه کله چې د کلیسا په ځمکه لاندې کې د تودوخې سیسټم (فرنس) فعال شو.
د پیښې په وخت کې څلور کسان په ځمکې لاندې کې وو. یو اور وژونکی چې په لومړي پوړ کې ودانۍ ته هوا ورکوله هم د چاودنې له امله وغورځول شو او ټپي شو.
پولیسو وویل چې هغه خلک چې د چاودنې دمخه په ودانۍ کې وو د ګازو بوی راپور ورکړ.
د ژغورنې او اور وژنې ټیمونه د سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجو د پیښې ځای ته ورسیدل ترڅو د ګازو بوی سرچینه وڅیړي، چې څو دقیقې وروسته چاودنه وشوه.
د چاودنې دقیق لامل لاهم تر څیړنې لاندې دی.
د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي، او په اړه یې پلټنې روانې دي.