د دید خبري اژانس: د “منځنۍ آسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو د سیمه ییزې اړیکې ډلې” فوق العاده غونډه د دوشنبې په ورځ (د دلو ٢۷) د قزاقستان په کوربه توب ترسره شوه.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي خدماتو له مخې، د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو په غونډه کې ګډون وکړ او د افغانستان په اړه یې د منظمو مشورو او سیمه ییزې همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د افغانستان اوسنی وضعیت او د عملي همکارۍ د پراخولو لارې چارې وڅېړل شوې. د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا، د افغانستان له لارې د ټرانزیټ او ترانسپورت دهلیزونو پراخول، او همدارنګه د سیمه ییز امنیت پورې اړوند مسایل د بحثونو له اصلي موضوعاتو څخه وو. ګډونوالو په افغانستان کې د ثبات او دوامداره پرمختګ د ډاډمنولو لپاره د منځنۍ آسیا د هېوادونو د هڅو د همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف، له کابل سره د تعامل لپاره د عملي حل لارو په پیژندلو ټینګار وکړ، او د نظرونو د رغنده تبادلې لپاره د آستانه لیوالتیا یې په ګوته کړه.
د غونډې په پای کې، خواوو د سیمه ییزو اړیکو ډلې په چوکاټ کې د منظمو مشورو د دوام او د متخصصینو په کچه د اړیکو ساتلو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.