افغانستانخبر

د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د درنې واورې او باران وړاندوینه

د دید خبري اژانس: د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورې او باران احتمال اعلان کړ.

د دې ادارې د اعلان له مخې، نن، یکشنبه (د دلو ٢٦مه) د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیا، غزني، ارزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان او میدان وردګ ولایتونه به د باران شاهد وي.

په ځینو سیمو کې د واورې اندازه د ۱۰ څخه تر ۴۵ سانتي مترو او د باران اندازه هم د ۱۰ څخه تر ۴۵ ملی مترو پورې اټکل شوې ده.

په لویدیځ، سویلي او سویل ختیځ ولایتونو کې د ۵۰ څخه تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کې د بادونو د څپو امکان هم شته.

دې ادارې په ګرمو ولایتونو کې د سیلابونو د خطر په اړه هم خبرداری ورکړی او له ښاریانو یې غوښتي چې احتیاطي تدابیر ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button