د افغانستان او داغستان ترمنځ د ۱.۵ ملیون ډالرو څخه زیات ارزښت پنځه سوداګریز تړونونه لاسلیک شول
د دید خبري اژانس: د افغان سوداګرو او د روسیې فدراسیون د داغستان د سوداګریز پلاوي ترمنځ په یوه ځانګړې سوداګریزه غونډه کې، د ترانسپورت، خوراکي توکو او نورو سوداګریزو برخو کې پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

د افغانستان او داغستان ترمنځ د ۱.۵ ملیون ډالرو څخه زیات ارزښت پنځه سوداګریز تړونونه لاسلیک شول
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د روسیې فدراسیون د داغستان جمهوریت د سوداګریز پلاوي سره د ۱.۵ ملیون ډالرو څخه زیات ارزښت پنځه سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.
دا تړونونه، چې د افغان سوداګرو او د داغستان د استازو ترمنځ د سوداګریزې شبکې په غونډه کې لاسلیک شول، د ترانسپورت، خوراکي توکو او نورو اقتصادي سکتورونو کې تنظیم شوي دي.
د دې سندونو اصلي هدف د اقتصادي همکارۍ پیاوړتیا، د سوداګرۍ اړیکو اسانه کول او د دواړو خواوو ترمنځ د ګډې پانګونې فرصتونو پراخول دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې د دې تړونونو عملي کیدل د افغان سوداګرو او بهرنیو شریکانو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د رامنځته کولو د هڅو پایله وبلله او زیاته یې کړه چې د دې تفاهم لیکونو لاسلیک به افغان سوداګرو ته نوي بازارونو ته لاسرسی برابر کړي.
د دواړو خواوو استازو په غونډه کې وویل چې دا همکارۍ کولی شي د سوداګرۍ په اسانتیا، د توکو او خدماتو د تبادلې حجم زیاتولو او د سیمه ایزو سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي، او تمه کیږي چې د دې اسنادو پلي کول به په نږدې راتلونکي کې د اقتصادي ودې پروسه ګړندۍ کړي.