اسلایدشوافغانستانخبر

جاپان د افغان ټولنو د اقلیم د بدلون سره د مقابلې د پیاوړتیا لپاره ۱.۴۷۴ ملیارد ین ځانګړي کړل

د دید خبري اژانس: د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) د ملګرو ملتونو د پروژې خدماتو دفتر (UNOPS) سره د مرستې تړون په لاسلیک کولو سره “په افغانستان کې د ټولنې پر بنسټ چلند له لارې د اقلیم د بدلون سره د موافقت د هڅولو پروژې” لپاره خپل مالي ملاتړ اعلان کړ.

جاپان د افغان ټولنو د اقلیم د بدلون سره د مقابلې د پیاوړتیا لپاره ۱.۴۷۴ ملیارد ین ځانګړي کړل
دا تړون د یکشنبې په ورځ (د دلو په ۱۹مه) د UNOPS د مشرې او استازې کیټي ان وبلي او په افغانستان کې د JICA د مشرې توساکا سوټا ترمنځ لاسلیک شو.

د تړون له مخې، جاپان به د ۲۴ میاشتنۍ پروژې د پلي کولو لپاره تر ۱.۴۷۴ ملیون جاپاني ین ځانګړي کړي چې موخه یې د اقلیم د بدلون سره د مقابلې لپاره د هدف لرونکو ټولنو وړتیا لوړول او په افغانستان کې د انساني تلفاتو او اقتصادي زیانونو کمول دي.

دا پروژه به په کابل ولایت کې پلي شي او د UNOPS لخوا به اجرايي شي.

په ټولنه پورې اړوند چلند باندې تمرکز سره، دا پروګرام د اقلیم پورې اړوند د ناورینونو د غبرګون اسانتیاوو پراختیا او د سیمه ایزو ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره د روزنې او پوهاوي لوړولو فعالیتونه شامل دي. تمه کیږي چې دا اقدامات به د اقلیم پورې اړوند ناورینونو ته د ټولنو چمتووالی په دوامداره توګه زیات کړي.

دا پروژه د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیا اهدافو، په ځانګړې توګه د ١١ هدف (دوامداره ښارونه او ټولنې) او ١٣ هدف ( د اقلیم د بدلون پر وړاندې اقدام) د ترلاسه کولو لپاره هم ډیزاین شوې ده.

افغانستان د هغو هیوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون اغیزو ته خورا زیان منونکي دي، او د JICA او UNOPS ترمنځ دا نوې ملګرتیا د سیمه ایزو ټولنو د انعطاف پیاوړتیا او د طبیعي پیښو په وړاندې د زیان مننې کمولو لپاره یو مهم ګام دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button