د دید خبري اژانس: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د درنې واورې، درنو بارانونو او قوي بادونو احتمال اعلان کړی دی.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې سبا (د دلو ٢۰مه) به د کابل، نورستان، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، بغلان، سمنګان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، فراه، هرات، غور، بادغیس، فاریاب او سرپل ولایتونه د سالنګ په ګډون د واورې او باران شاهد وي.
د دې وړاندوینې پر بنسټ، د هیواد په شمال لویدیځ، لویدیځ او مرکزي ولایتونو کې هم د تیزو بادونو امکان شته او له خلکو غوښتل شوي چې له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي، په ځانګړي توګه په غرنیو لارو کې.