افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

په چین کې د طالبانو سفیر: له بیجینګ سره اقتصادي او سیاسي همکاري اړینه ده

د دید خبري اژانس: په بیجینګ کې د طالبانو سفیر، د چینایي چارواکو سره په یوه غونډه کې، د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراختیا او د واخان دهلیز په فعالولو ټینګار وکړ.

په بیجینګ کې د طالبانو سفیر، بلال کریمي، د چین د بهرنیو چارو وزارت د آسیایي څانګې رییس، لیو جین سونګ او د افغانستان لپاره د دې هیواد ځانګړي استازي، یوشیاویونګ سره ولیدل او د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، د واخان دهلیز د فعالولو، قونسلګرۍ چارو او نورو اړوندو مسلو په اړه یې خبرې وکړې.

په چین کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، کریمي په دې غونډه کې د چین د مثبت دریځ ستاینه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري یې اړینه وبلله.

په ورته وخت کې، چینایي چارواکو، د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته د درناوي په ټینګار سره، د همکارۍ په دوام او د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

دا غونډه د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو، د قونسلګرۍ د ستونزو د حل او د واخان دهلیز په څیر د ټرانزیټي لارو د پراختیا لپاره د دواړو خواوو هڅې منعکسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button