د دید خبري اژانس: د تحریک طالبان پاکستان یو لوړ پوړي چارواکي د دې ډلې لخوا د افغانستان له خاورې څخه د وسلو ترلاسه کولو ادعا رد کړې او دا یې بې بنسټه بللې ده.

د تحریک طالبان پاکستان د شرعي محکمې قاضي امیر محمد محسود له سي ان ان سره په یوه مرکه کې وویل چې د دې ډلې غړي خپلې وسلې له افغانستان څخه نه ترلاسه کوي او د طالبانو له حکومت څخه یې د وسلو هیڅ ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.
هغه ټینګار وکړ چې د افغان طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ د وسلو اړیکه غلطه ده او دا ډله د خپلو ځواکونو د تجهیز لپاره خپلې خپلواکې سرچینې لري.
دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې پاکستاني چارواکو په وروستیو میاشتو کې په مکرر ډول کابل د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورن کړی دی، او دا مسله د دواړو خواوو ترمنځ د کړکیچ یو له محورونو څخه ګرځیدلې ده.
طالبانو هم مخکې دا تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې دوی به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر وړاندې وکارول شي.