د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان کړی چې د هیواد په ۳۳ ولایتونو کې لسګونه پرمختیایي پروژې بشپړې شوې دي او د اوبو رسولو، کلیوالي سړکونو او زیربنایي سکتورونو کې سلګونه نورې پروژې روانې دي.

د وزارت په وینا، یوازې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د اوبو رسولو ۵۱ نوې شبکې جوړې شوې دي. همدارنګه، په ۲۹ ولایتونو کې د اوبو رسولو ۶۰۰ پروژې تر کار لاندې دي، چې په بشپړیدو سره به یې شاوخوا ۱.۸ میلیونه خلکو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر شي.
د طالبانو د حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر، د پراختیایي پروګرامونو د پرمختګ لپاره د امنیت د تامین پر اهمیت ټینګار وکړ، او له کورنیو او بهرنیو ادارو یې وغوښتل چې پروژې د معیارونو سره سم پلي کړي.