د دید خبري اژانس: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به سبا جمعه د دلو ۱۰ مه نېټه د ۲۰۲۶ کال آسیایي فوټسال د ملتونو جام سیالیو په دویمه لوبه کې د مالیزیا له لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا جمعه د دلو په ۱۰ مه نېټه د ۲۰۲۶ کال آسيايي فوټسال د ملتونو جام سیالیو په چوکاټ کې خپله لومړۍ لوبه د مالیزیا له لوبډلې سره کوي.
دا لوبه چې د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه بجې ترسره کېږي، د دواړو لوبډلو لپاره ځانګړی اهمیت لري او پایلې یې د سیالۍ پر برخلیک ډېر اغېز لرلی شي.
افغانستان په دې وروستیو کلونو کې د آسیا په کچه د فوټسال په ډګر کې د پام وړ پرمختګ کړی او په دغو سیالیو کې یو له پیاوړو لوبډلو څخه بلل شوی دی.
د افغانستان ملي لوبډله د خپلو تخنیکي کارکوونکو په مشرۍ، هیله لري چې د دې لړۍ په دوام به له مالیزیا سره مخامخ شي.
د افغانستان ملي لوبډله هڅه کوي چې په دغو سیالیو کې د بریدکوونکې او همغږي نندارې په وړاندې کولو سره خپل دریځ ثابت کړي.
له بلې خوا د مالیزیا لوبډله په دې لوبه کې د ښې نتیجې په لټه کې ده، چې په خپله چټکه او فیزیکي لوبه تکیه کوي.
مالیزیا تل په آسیایي فوټسال سیالیو کې د یوې ننګونکې لوبډلې په توګه پیژندل شوې او تمه کیږي چې دا لوبه به د افغانستان لپاره یوه سخته ازموینه وي.