افغانستانخبرسیمه

په یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه له ۱۶۰۰ څخه زیات کډوال راستانه شوي

د دید خبري اژانس: د چهارشنبې په ورځ، د دلو په ۸مه، له پاکستان او ایران څخه ۱۶۶۷ کډوال هیواد ته راستانه شول.

۱۵۴۱ افغان کډوال له پاکستان څخه د تورخم، سپین بولدک او بهرامچه له لارې هیواد ته داخل شول. په ورته وخت کې، ۱۲۶ نور کډوال له ایران څخه د اسلام کلا او ورېښمو لارې له لارې هیواد ته راستانه شول.

د مسؤلو سرچینو په وینا، دا بیرته راستنیدونکي د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو د روانې پروسې په چوکاټ کې ترسره شوي، او په سرحدي پولو کې اړوندو ادارو راستنیدونکو ته اړین اساسي خدمات چمتو کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button