د دید خبري اژانس: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تیرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه خلک په مختلفو تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

د وزارت لخوا چمتو شوي احصایو له مخې، د اخته کسانو څخه ۳.۱ میلیونه لویان او ۱.۹ میلیونه یې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي.
د طالبانو چارواکو د دې ناروغیو زیاتوالی د اندیښنې وړ بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا رجحان به دوام ومومي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې د حفظ الصحې تدابیرو په پام کې نیولو سره، د خپل ژوند چاپیریال ګرم وساتي، او که چیرې دوی د ناروغۍ نښې نښانې وګوري نو طبي مرکزونو ته مراجعه وکړي، چي د تنفسي ناروغیو د لا خپریدو مخه ونیسي.
دا خبرداری وروسته له هغه راځي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) مخکې اعلان وکړ چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰،۰۰۰ ماشومان د سړې هوا پورې اړوند وژونکو ناروغیو د اخته کیدو له جدي خطر سره مخ دي.