د دید خبری اژانس: د سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې د فاریاب ولایت په بیلابیلو ولسوالیو او کلیو کې ۴۸۰۰ ناروغان د دغې ادارې له وړیا روغتیایی خدمتونو څخه برخمن شوی دی.

د سرې مياشتې ټولنې له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ادارې روغتيايي کارکوونکو په تېره يوه مياشت کې د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې ٤ زره ٨٤٧ ناروغانو ته وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې جملې څخه ۳۷۵۱ ناروغانو ته د درملو د وېش، د زخمونو د پوښښ، د واکسین تطبیق، د خوارځواکۍ د درملنې، له زېږون مخکې او وروسته د روغتیايي مشورو ورکول او د کورنۍ جوړونې په برخه کې خدمات ترلاسه شوي دي.
همدا راز د افغاني سرې میاشتې ټولنې هم ویلي، چې ۱۹۶ نورو ناروغانو ته لازمې روغتیايي مشورې ورکړل شوې دي.
دغه بشردوستانه سازمان ټینګار کړی، چې د فاریاب ولایت سربېره د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې ۳۹۴۳ ناروغانو ته وړیا روغتیایی خدمتونه وړاندې شوی دی.