د دید خبري اژانس: د بلخ ولایت د پولیسو قومانداني د ۲۵۰ روږدي کسانو د درملنې، مسلکي زده کړو او خوشې کیدو وروسته خپلو کورنیو ته د بیرته راستنیدو اعلان وکړ.

بلخ؛ ۲۵۰ کسان د روږديتوب پریښودو او مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته رخصت شول
د بلخ ولایت د پولیسو قومانداني چارواکو اعلان وکړ چې ۲۵۰ روږدي کسان د ولایت د ۱۰۰۰ بستریز کمپ کې د درملنې وروسته رخصت شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د درملنې په جریان کې، د روږديتوب پریښودو سربیره، دغو کسانو مختلف مسلکي زده کړې ترلاسه کړې دي، پشمول د خیاطۍ، بوټانو جوړولو، دستکول جوړولو او د وسایلو ترمیم.
د بلخ د پولیسو قومانداني وویل چې د دې پروګرام پلي کولو هدف دا دی چې د دې خلکو سره مرسته وشي چې په خوندي ډول ټولنې ته راستانه شي، ټولنیز زیان کم کړي، او د هغو کسانو لپاره د کار فرصتونه برابر کړي چې روغ شوي دي.
چارواکو ټینګار وکړ چې په دې ولایت کې د روږدي کسانو د راټولولو، درملنې او پیاوړتیا پروسه به دوام ومومي.