افغانستانخبر

په کاپیسا او کابل کې ۸۴ خصوصي روغتیايي مرکزونه تړل شوي

د دید خبري اژانس: د عامې روغتیا وزارت په کاپیسا او کابل ولایتونو کې د روغتیايي قوانینو د سرغړونې، د نرخونو لوړوالي او د مسلکي پرسونل پرته د فعالیت له امله د ۸۴ خصوصي روغتیايي مرکزونو او درملتونونو د تړلو اعلان وکړ.

په کاپیسا او کابل کې ۸۴ خصوصي روغتیايي مرکزونه تړل شوي
د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تیره میاشت کې د کاپیسا ولایت په مرکز او ولسوالیو او د کابل ښار په ځینو سیمو کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو پراخ تفتیشونه ترسره شوي دي.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په کاپیسا ولایت کې ۴۲ درملتونونه، ۹ طبي لابراتوارونه، ۱۳ د غاښونو کلینیکونه، او ۲ د ایکس رې خونې د روغتیا سرغړونو، د نرخونو لوړوالي او د مسلکي پرسونل نشتوالي له امله تړل شوي دي.

همدارنګه، په کابل ښار کې، په لومړۍ او شلمه ولسوالیو کې ۱۸ درملتونونه د خپل سري فعالیتونو او د نرخونو لوړوالي له امله مهر شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د څارنې پروسه به په جدي توګه دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button