افغانستانخبر

د ۳۴ میګاواټه لمریزې انرژۍ پروژه پیل شوه؛ د کابل شنه صنعتي پارک کې د انرژۍ زیاتوالی

د دید خبري اژانس: د کابل شنه صنعتي پارک لپاره د ۳۴ میګاواټه لمریزې انرژۍ په یوه لویه پروژه کار پیل شوی دی؛ یو پلان چې د بریښنا شرکت په وینا، د دې صنعتي پارک د انرژۍ اړتیاوو یوه د پام وړ برخه به پوره کړي او د دریدلو فابریکو د فعالیت بیا پیل لپاره به لاره هواره کړي.

د بریښنا ملي شرکت، اعلان کړی چې د کابل شنه صنعتي پارک لپاره د ۳۴ میګاواټه لمریزې انرژۍ پروژې عملي کار پیل شوی او د بشپړیدو سره به د دې صنعتي پارک د انرژۍ اړتیاوو یوه د پام وړ برخه پوره شي.

د چارواکو په وینا، لسګونه فابریکې چې له کلونو راهیسې د بریښنا کمښت سره مخ دي، د دې پروژې په کارولو سره به بیا فعالې شي؛ کوم چې کولی شي نوي کاري فرصتونه رامینځته کړي او په هیواد کې د کورني تولید په وده کې مرسته وکړي.

بریشنا ټینګار کړی چې د نوي کیدونکي انرژۍ پراختیا، په ځانګړي توګه په صنعتي سکتور کې، به په وارداتي سرچینو باندې د تکیه کمولو او د هیواد د اقتصادي زیربنا پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button