د دید خبري اژانس: د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان وکړ چې په تیرو دوو کلونو کې، د شاوخوا ۱۰۰ ملیون ډالرو پانګونې سره، د افغانستان مخابراتي شبکه پراخه شوې او له ۸۸۰۰ څخه زیات مخابراتي سایټونه فعال شوي دي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند عنایت الله الکوزي وویل چې له دې شمیرې څخه، شاوخوا زر سایټونه ترمیم شوي او له ١١٠٠ څخه ډیر نوي سایټونه شبکې ته اضافه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په هیواد کې پنځه مخابراتي شرکتونه د انټرنیټ او ګرځنده تلیفون خدمات وړاندې کوي، او د ۴ جي خدماتو پراختیا د کاروونکو شمیر زیاتولو کې مهم رول لوبولی دی.
د الکوزي په وینا، د څلورم نسل انټرنیټ کاروونکو شمیر له ۱.۲ ملیون څخه ۷ ملیون ته لوړ شوی دی.
د وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د شبکې پراخولو او د انټرنیټ تعرفو کې د ۳۶ سلنې کمښت سره سره، د خدماتو کیفیت او په ټولو سیمو کې انټرنیټ ته بشپړ لاسرسی لاهم د کاروونکو لپاره اصلي ننګونې دي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت د افغانستان د مخابراتي زیربناوو د وروسته پاتې والي د جبرانولو لپاره خپل هدف اعلان کړی او وايي چې هڅه کوي په ټول هیواد کې د لوړ سرعت انټرنیټ او ګرځنده تلیفون خدمات پراخ کړي.