د دید خبري اژانس: د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که هند له روسیې څخه د تېلو اخیستلو ته دوام ورکړي، واشنګټن به د نوي ډیلي پر وړاندې سوداګریز تعرفې زیاتې کړي.

په خپلو وروستیو څرګندونو کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هند ته خبرداری ورکړی چې که چېرې له روسیې څخه د تېلو د اخیستلو د کمولو لپاره د امریکا غوښتنې ته غاړه نه ږدي، نو د واشنګټن حکومت به اړ شي چې د نوي ډیلي پر وړاندې سوداګریز تعرفې زیاتې کړي.
دا ګواښ په داسې وخت کې راځي چې هند د روسیې د تېلو د ټیټې بیې له امله له روسیې څخه د تېلو واردولو ته دوام ورکوي.
ټرمپ اعلان کړی چې هند باید په خپلو پالیسیو بیا غور وکړي او د روسیې پر وړاندې د امریکا له بندیزونو سره یوځای شي او له دې هېواد څخه د تېلو پیرود کم کړي.
په اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید او د روسیې د تېلو او ګازو باندې د تکیه کمولو لپاره په مختلفو هېوادونو باندې د نړیوالو فشارونو وروسته دې مسلې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
په مقابل کي، هندي چارواکو ویلي چې د دوی هیواد د خپلو انرژۍ اړتیاو او همدارنګه د روسیې د تېلو د ټیټې بیې له امله د روسیې د تېلو پیرود ته دوام ورکول اړین ګڼي.
هند تر اوسه پورې د روسیې پر وړاندې د لویدیځ بندیزونه نه دي تعقیب کړي او په خپلو پالیسیو کې یې په خپلواکه توګه عمل کړی دی.