د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت اعلان وکړ چې تیر کال بزګرانو، مالدارانو او خصوصي سکتور ته نږدې دوه ملیارده افغانۍ ارزښت اسلامي مالي مرسته ورکړل شوې ده. دا مرسته د کرنې پراختیایي صندوق لخوا د مرابحه او مضاربه خدماتو له لارې د کرنې او مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په هدف چمتو شوې وه.

د هغه په وینا، سږ کال د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د غنمو، وریجو او جوارو ۲۵۰۳ نندارتوني ساحې جوړې شوې دي.
فطرت دا هم زیاته کړه چې په روان لمریز کال کې، د بلخ، هرات، تخار، کندز او بغلان ولایتونو څخه د ۵۰۰ ملیون افغانیو په ارزښت ۲۱۴۰۰ ټنه غنم اخیستل شوي او په دولتي ګودامونو کې ساتل شوي دي.