افغانستانخبرسیمه

د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره ګډه کمېټه جوړه شوه

د دید خبري اژانس: د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو او د سوداګرۍ د بیا پیل لپاره د بندرونو د بیا پرانیستلو لپاره د ۱۲ کسیزې ګډې کمېټې جوړولو پریکړه کړې ده چې د سوداګریزو ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو د جریان د اسانتیا لپاره ۱۲ کسیزې ګډې کمېټې جوړې کړي.

دا پریکړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو او د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په دویمه آنلاین غونډه کې وشوه.

په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو چارواکو د بندرونو د بیا پرانیستلو او د سوداګرۍ د اسانتیا په اهمیت ټینګار وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر په دې برخه کې وویل چې د بندرونو تړل نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته زیان رسوي، بلکې په سیمه ییز اقتصاد هم منفي اغیزه کوي.

هغه د دې ستونزې د حل لپاره د سوداګرۍ خونو ترمنځ د پراخې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

د پاکستان د سوداګرۍ خونو د فدراسیون رئیس هم په غونډه کې د افغان سوداګریزو توکو د بندیدو یادونه وکړه او د ستونزې د حل او پاکستان ته د افغان توکو د لیږدونکو کانټینرونو د ننوتلو اعلان یې وکړ.

هغه دوام ورکړ چې دا اقدام کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري په چټکۍ سره بیا پیل کړي.

ټاکل شوې ده چې ۱۲ کسیزه ګډه کمیټه ژر خپلې غونډې پیل کړي او د لومړي ګام په توګه د سوداګرۍ د بیا پیلولو او موجوده ستونزو د حل لپاره پلانونه جوړ کړي.

راتلونکې اونۍ به په جلال آباد کې یوه ګډه غونډه هم ترسره شي ترڅو دواړه خواوې د دې همکارۍ پایلې بیاکتنه وکړي او د سوداګرۍ وضعیت ښه کولو لپاره حل لارې وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button