افغانستان
په افغانستان کې د سیلابونو له امله د تلفاتو کچه لوړه شوې؛ ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي
د دید خبري اژانس: د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې سختو بارانونو او سیلابونو لږترلږه ۱۷ کسان وژلي او کورونو او کرنیزو ځمکو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې ویاند محمد یوسف حماد وویل چې په کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، فراه او هرات ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو د استوګنې کورونو، سړکونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړیدو خبر ورکړی او اعلان یې کړی چې د زیانونو د کچې د ارزونې لپاره مرستندویه ټیمونه زیانمنو سیمو ته لیږل شوي دي.