د دید خبري اژانس: نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د تښتولو لپاره د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په جریان کې لږترلږه ۴۰ کسان، چې ملکي وګړي او سرتیري هم پکې شامل دي، وژل شوي دي. د وینزویلا یوه لوړ پوړي چارواکي ورځپاڼې ته ویلي چې په تلفاتو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

نیویارک ټایمز: د مادورو د تښتونې په عملیاتو کې ۴۰ کسان وژل شوي
امریکايي چارواکو د نورو جزیاتو له ورکولو پرته تایید کړه چې په عملیاتو کې له ۱۵۰ څخه زیاتې الوتکې کارول شوې دي.
مادورو پرون د امریکایي ځواکونو لخوا وروسته له هغه ونیول شو چې دوی په کاراکاس برید وکړ او متحده ایالاتو ته یې ولیږدول.