افغانستانحکومتخبر

طالبانو په افغانستان کې د فارکس معاملې منع کړي دي

د دید خبري اژانس: د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د فارکس بازار کې د فعالیت لپاره هیڅ جواز نه دی ورکړل شوی او په ټول هیواد کې په دې بازار کې د اسعارو راکړه ورکړه منع ده.

طالبانو په افغانستان کې د فارکس معاملې منع کړي دي
د افغانستان مرکزي بانک، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، یوه اعلامیه خپره کړه ټینګار یې وکړ چې هیڅ اداره یا فرد ته اجازه نشته چې په فارکس بازار کې فعالیت وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د فارکس سوداګري د لوړ خطر له امله خلک خپله پانګه له لاسه ورکوي.

د نورو جزیاتو له ورکولو پرته، طالبانو دا بازار د اتباعو مالي ثبات لپاره ګواښ ګڼلی او د هغې د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button