د دید خبري اژانس: د طالبانو ویاند، په داسې حال کې چې په پاکستان باندې د دې ډلې تکیه ردوي، ټینګار کوي چې طالبان په خپلواکه توګه پریکړې کوي او اسلام آباد باید د افغان حکومت د کنټرول هڅه ونه کړي.

د طالبانو ویاند: پاکستان د زموږ پر حکومت د واکمنۍ خوب هیر کړي.
د سرپرست حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، په یوه وروستۍ مرکه کې د دې ډلې او پاکستان ترمنځ وروستي کړکیچونه تشریح کړل، ویې ویل چې د اختلاف یو له اصلي دلیلونو څخه د اسلام آباد هڅې دي چې طالبان “په بشپړ ډول کنټرول” کړي.
هغه ټینګار وکړ چې واک ته له رسیدو وروسته د طالبانو د خپلواک نظام رامینځته کول په پاکستان کې د واکمنو حلقو لپاره د منلو وړ ندي او دوی د دې حکومت پر وړاندې دسیسه کول غواړي.
مجاهد د پاکستان هغه تورونه هم رد کړل چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې ته پناه ورکوي، او ویې ویل چې دا ډله د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي.
د طالبانو ویاند پر پاکستان تور ولګاوه چې د امریکا په غوښتنه په افغانستان کې بې ثباتي رامینځته کوي او خبرداری یې ورکړ چې طالبان د ځان د دفاع توان لري.