افغانستانخبرسیمه

د پاکستان د عوامي ملي ګوند مشر: د افغانستان په وړاندې د پوځ پالیسي غلطه ده

د دید خبري اژانس: د پاکستان د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان د افغانستان په وړاندې د هېواد د پوځ پر چلند سختې نیوکې وکړې او هغه یې غلط او غیر مسؤلانه وبلله.

د پاکستان د عوامي ملي ګوند مشر: د افغانستان په وړاندې د پوځ پالیسي غلطه ده
هغه وویل چې په پاکستان کې د هرې امنیتي پېښې وروسته، پرته له دې چې باوري شواهد وړاندې شي یا بشپړه څېړنه ترسره شي، د ملامتۍ ګوته سمدلاسه افغانستان ته نیول کیږي.

ولي خان په پاکستان کې د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند غندنه هم وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د دې پیښو دوام کولی شي په راتلونکي کې پخپله د پاکستان لپاره جدي ستونزې رامینځته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button