د دید خبري اژانس: د روغتیا همکارۍ په دوام کې، هند د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته شپږ پرمختللي امبولانسونه ورکړي دي.

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د هند حکومت څخه یې د مرستې په توګه شپږ پرمختللي امبولانسونه ترلاسه کړي دي.
د وزارت د چارواکو په وینا، نوي ترلاسه شوي امبولانسونه په اړینو طبي تجهیزاتو سمبال دي او کولی شي د ناروغانو په چټک لیږد او بیړني حالتونو اداره کولو کې اغیزمن رول ولوبوي.
چارواکي زیاتوي چې دا امبولانسونه به د ویش پروسې بشپړیدو وروسته په روغتیایی مرکزونو او اړمنو سکتورونو کې وکارول شي.
د عامې روغتیا وزارت هم ټینګار کړی چې د بیړني روغتیایی خدماتو پیاوړتیا د وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او نړیواله همکاري کولی شي په هیواد کې د روغتیا وضعیت ښه کولو کې اغیزمنه وي.