افغانستانخبرسپورتسیمهنړۍ

افغانستان د پاکستان په وړاندې په دوهمه درې اړخیزه کرکټ لوبه کې ماتې وخوړه

د دید خبري اژانس: د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي کرکټ ټیم په هرارې کې د درې اړخیزه یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې له پاکستان څخه ماتې وخوړه.

د زمبابوې په کوربه توب په هرارې کې د درې اړخیزه یو ورځنیو سیالیو په چوکاټ کې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي کرکټ ټیم دویمه لوبه د پاکستان لوبډلې د افغان ځوانانو د لوبډلې په وړاندې په نږدې ماتې سره پای ته ورسیده.

په دې لوبه کې، ځوانو افغان لوبغاړو د خپل سیال سره نږدې سیالي درلوده او د لوبې تر وروستیو شیبو پورې یې د بریا چانس ساتلی و، خو په پای کې دوی ونه توانیدل چې پایله په خپله ګټه بدله کړي.

دا ټورنمنټ د نړیوالې تجربې ترلاسه کولو او د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د چمتو کولو لپاره یو مهم فرصت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button