افغانستانخبرسیمه

د طالبان حکومت په حمص کې د شیعه ګانو پر جومات برید په کلکه وغندل

د دید خبري اژانس: د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په حمص ښار کې د شیعه ګانو پر جومات د ترهګریز برید په غندلو سره یوه اعلامیه خپره کړه او دا یې د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل وباله.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د حمص په شیعه ګانو پر جومات د پرون ترهګریز برید چې لسګونه کسان یې ووژل او ټپیان کړل، په سختو ټکو غندل کیږي.

د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، وزارت دا پیښه د سوریې د خلکو او ټولنې لپاره یوه لویه تراژیدي وبلله او د سوریې له حکومت او ملت سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button