افغانستانخبرسیمه

روسیه د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو غوښتنه کوي

د دید خبري اژانس: د روسیې مرستیال ولسمشر اعلان وکړ چې مسکو د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ جوړولو ته لیوالتیا لري او د دې پروژې د پلي کولو لپاره خبرې اترې پیل شوي دي.

روسیه د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو غوښتنه کوي
د روسیې مرستیال ولسمشر الیکسي اوورچک ویلي دي چې د افغانستان له لارې د نویو ټرانزیټ لارو جوړول به د نړۍ د جنوب له هیوادونو سره د روسیې د نښلولو لپاره ډیر فرصتونه برابر کړي او د ټرانسپورټ پراختیا او د سیمې اقتصاد ته به ګټه ورسوي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان کولی شي په سیمه کې د اقتصادي او ټرانزیټ اړیکو په پراخولو کې کلیدي رول ولوبوي.

دا وړاندیز کولی شي د روسیې، افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سیمه ایزې همکارۍ اساس پیاوړی کړي او د توکو او مسافرینو لپاره نوي ټرانزیټ لارې رامینځته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button