ملګري ملتونه: په افغانستان کې له درې میلیونه څخه زیات ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
د دید خبري اژانس: د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې د تغذیې وضعیت خورا جدي دی او په هیواد کې له پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي له درې نیم میلیونه څخه ډیر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې له درې میلیونه څخه ډیر ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
دا شمېره چې د تیر کال په پرتله شاوخوا نیم ملیون خلک زیاته شوې ده، چې افغانستان یې په نړۍ کې د تغذیې ترټولو سختو بحرانونو په کتګورۍ کې ځای پر ځای کړی دی.
د راپور له مخې، د ماشومانو سربیره، شاوخوا ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې میرمنې هم د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او بیړنۍ درملنې او مرستې ته اړتیا لري.
د اقتصادي بې ثباتۍ زیاتوالی، د بشري مرستو کمښت، او د خوړو سرچینو ته محدود لاسرسی د زیان منونکو ډلو لپاره وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی.
نوي راپورونه دا هم ښیي چې د خوړو بحران او خوارځواکۍ شدت موندلی دی، په ځانګړې توګه سږ کال ژمی، او په ټول هیواد کې په ملیونونو خلک، په شمول د ښځو، ماشومانو او ټیټ عاید لرونکو کورنیو، له خطر سره مخ دي.