افغانستانخبرسیمه

ترکیې د افغانستان-پاکستان په سیمه کې د داعش یو لوړ پوړی غړی نیولی

د دید خبري اژانس: د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان (MIT) د افغانستان-پاکستان په سیمه کې د “محمد ګورن” په نوم د داعش د ترهګرې ډلې د یو لوړ پوړي غړي د نیولو اعلان وکړ او ویې ویل چې هغه ترکیې ته لیږدول شوی دی.

اناتولي د ترکیې د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دا کس، چې د داعش په کمپونو کې یې فعال رول لوبولی و، په تدریجي ډول په دې ترهګرې ډلې کې د “رییس” مقام ته رسیدلی او د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو مسؤل و.

د سرچینو په وینا، ګورن موافقه کړې وه چې په افغانستان، پاکستان، ترکیه او اروپا کې د ملکي وګړو په وړاندې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي. د MIT استخباراتي تحقیقاتو ښودلې چې هغه له ترکیې څخه د افغانستان-پاکستان سیمې ته سفر کړی.

دا هم معلومه شوې چې د داعش دا غړی په پاکستان کې د داعش د پوستو په وړاندې د ترسره شویو هوایي بریدونو څخه ژوندی پاتې شوی دی.

د راپور له مخې، ګورن د “اوزګور التون” سره همکاري وکړه، چې مستعار نوم یې “ابو یاسر الترکي” دی، هغه کس چې پخوا یې د داعش غړو د ترکیې څخه د افغانستان-پاکستان سیمې ته په لیږدولو کې فعال رول لوبولی و او مخکې نیول شوی او ترکیې ته لیږدول شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button